Share this link via
Personality Websites!
درنصيب کيږي * د حديثِ پاک خُلاصه ده: پۀ کوم قدم باندې چې د الله پاک پۀ لار کښې دوړه پرېوځي، هغې ته به د دوزخ وور نۀ ورنزدې کيږي ([1]) * کوم کَس چې د الله پاک د رضا د پاره د خپلو مسلمانانو وروڼو خوا له د ښار اړخونو ته لاړ شي، پۀ حديثِ پاک کښې د هغۀ د پاره د جَنَّت زېرے راغلے دے۔ ([2]) راځئ چې د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے واورو۔
مونږ خو بَس د دعوتِ اِسلامي شو
يو اِسلامي ورور وائي چې د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول ته د راتلو نه مخکښې ما د عامو ځلمو پۀ شان پۀ غفلت کښې ژوند تېرولو، سندرې سازونه اورېدل زما د خوښې کارونه وو د کومو د پاره چې ما يو رېډيو هم اخستے وو، زما بخت څۀ داسې رابېدار شو چې يوه ورځ زمونږ علاقې ته يو څو اِسلامي وروڼه يوه ورځ د الله پاک پۀ لار کښې د تېرولو د پاره راغلل، پۀ هغوئي کښې يو اِسلامي ورور ما ته پۀ دې ديني کار کښې د شرکت کولو دعوت راکړو، ځکه زۀ هم د يو څو دوستانو سره د هغوئي سره شامل شوم، د واپس راتللو پۀ وخت يو اِسلامي ورور مونږ ته د هفته وارې اجتماع دعوت راکړو نو مونږ عرض اوکړو: که ياد وو راته نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم! ضرور به شرکت کوو۔
بهر حال مونږ پۀ اجتماع کښې شرکت اوکړو، هلته هم د هٰغه اِسلامي ورور سره ملاقات وشو چا چې مونږ ته د اجتماع دعوت راکړے وو، هغه دومره پۀ ښو اخلاقو سره
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami