Share this link via
Personality Websites!
انتظام اوکړي او څوک چې غريبان دي، هغوئي دې هم د خپل وَس مطابق پۀ کور کښې د ميلاد محفل جوړ کړي، که وغواړي نو وړوکے شان محفل دې اوکړي خو د ميلاد محفل دې خامخا اوکړي۔ هيڅ ګران کار نۀ دے، پۀ خپل کور کښې چې چرته هم اساني وي د پردې کولو سره ځائے جوړ کړئ! د کوڅې د محلې که زيات نۀ وي نو 8، 10 اِسلامي وروڼو له دعوت ورکړئ! د محلې د جومات د عاشقِ رسول امام صاحب پۀ خِدمت کښې عرض اوکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هغوئي به هم د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ذِکر د پاره منع نۀ کوي، لږ شان تلاوت اوکړئ، يو يا دوه نعتونه ووايئ! امام صاحب دې 15، 20 منټه بيان اوکړي، که چرې د امام صاحِب يا بل عاشقِ رسول مبلغ ترکيب نۀ جوړېږي نو بيا هم ګرانه نۀ ده، د شېخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله ده: صبحِ بہاراں، دغه شان د مکـتبة الـمدينه نورې رسالې دي مثلاً ” سیاہ فام غلام “، ” بھیانک اُونٹ “، ” بڈھا پجاری “، ” نُور والا چہرہ “، ” نُور کا کھلونا “، ” عاشقِ میلاد بادشاہ “ د دې نه يوه رساله يا پۀ شانِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پر 12 بيانات وړوکے کتاب حاصل کړئ! که غواړئ نو د دعوتِ اِسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه يـې مفت ډاؤن لوډ کړئ! پخپله يـې د نورو پۀ مخکښې ولولئ، پۀ اخِره کښې د خپل وَس مطابق څۀ خواږۀ وغېره تقسيم کړئ! که چرې څۀ خواږۀ هم نۀ وي نو بيا هم څۀ خبره نۀ ده، چې څۀ وي، هغه ټيک دي، د ميلاد د پاره لنګر يا خواږۀ وغېره هم ضروري نۀ دي، د الله پاک پۀ دربار کښې پېسه او تابيا نۀ بلکې د زړۀ اِخلاص قبلېږي۔ ځکه چې الله پاک کوم توفيق درکړے وي، پۀ محفل کښې د برخه اخستونکو پۀ خِدمت کښې يـې وړاندې کړئ! د ميلاد محفل به اوشي، د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم!! ټول کال پۀ کور کښې برکت وي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami