Share this link via
Personality Websites!
دې محفل عزت او احترام کولو سره ايمان مضبوطېږي ([1]) * حضرت سَري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څوک چې ميلاد ته د تللو اِراده اوکړي، هغه پۀ اصل کښې د جَنَّت باغونو ته د تللو اِراده کوي، ځکه چې د ميلاد محفل صرف او صرف هم د رسول [صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] د محبت پۀ وجه کولے شي او د رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: مَنْ اَحَبَّنِی کَانَ مَعِیَ فِی الْجَنَّۃِ څوک چې زما سره محبت کوي، هغه به پۀ جَنَّت کښې زما سره وي۔ ([2])
آئے تاجدارِ رسالت مرحبا! صد مرحبا! آئے جہاں میں جانِ رحمت مرحبا! صد مرحبا!
صاحبِ عظمت و شان و شوکت مرحبا! صد مرحبا! سب سے بڑی اللہ کی نعمت مرحبا! صد مرحبا!
آمنہ چمکی تیری قسمت مرحبا! صد مرحبا! گود میں آئی ربّ کی رحمت مرحبا! صد مرحبا!
علامه سهيلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: شېطان 4 ځل پۀ چغو وژړل: (1): کله چې ملعون شو (يعنې د الله پاک د دربار نه ورټلے شو) (2): کله چې زمکې ته راکوز شو (3): د سُوْرَۂِ فَاتِحَة د نازلېدو پۀ وخت او (4): د رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت باسعادت پۀ وخت۔ ([3]) د حضرت عِکرمه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: چې د رَحْمَةٌ لِّلْعَالَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وِلادت چې وشو نو شېطان ووئيل: د شپې يو ماشوم پېدا شوے کوم چې به زمونږ کار خراب کړي۔ د هغه چمچو ووئيل: تۀ اوس لاړ شه او هغۀ ته د نقصان رسولو سره د هغه پۀ کار کښې خنډ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami