Share this link via
Personality Websites!
* محلې ښائسته کړو * کوڅې ښائسته کړو * دفترونه ښائسته کړو * پۀ ګاډو باندې * پۀ بسونو او موټر سائيکلو بلکې پۀ سائيکلو باندې هم شنې جنډې ولګوو * پۀ هر کور کښې محفلونه جوړ کړو * د خپل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ياد کښې پۀ غريبانو باندې خوراکو ه اوکړو * د درودِ پاک محفلونه جوړ کړو * د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سيرت ولولو او دا پۀ خپل ژوند کښې د نافذ کولو کوششونه شروع کړو۔
حضرت عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د شعرونو پۀ شکل کښې مِيلاد ولوستو
ياد ساتئ! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ميلاد کول، د ميلاد پۀ نوم باندې خوشحالي کول، پۀ دې موقع باندې د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ذِکر محفلونه جوړول څۀ نوې خبره نۀ ده، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مسلمانانو د شروع نه د خپلې زمانې د تقاضو مطابق دا نېک کار کړے دے۔ صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان هم د ميلاد د ذِکر محفلونه جوړ کړي دي۔ د برکت حاصلولو د پاره صِرف يوه واقعه اورو۔ پۀ روايتونو کښې دي: رسولِ انور، شاهِ بحر او بر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غزوۀ تبوک نه واپس تشريف راوړلو، هٰغه وخت حضرت عباس بن عبد المُطلب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ميلاد پۀ ذِکر باندې د خپلو ليکلے شوو يو څو شعرونو لوستلو اجازت وغوښتو، سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته اجازت عطا کړو نو هغوئي د خپلې د مِيلاد د قصېدې شعرونه ولوستل، پۀ هغې کښې يو څو شعرونه دا دي:
قَبْلَهَا طِبْتَ فِي الظِّلَالِ وَفِي مُسْتَوْدَعٍ حَيْثُ يَخْصِفُ الْوَرِقُ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami