Share this link via
Personality Websites!
* باطِن يـې ورله ښۀ کړو او روښانه يـې هم کړو! * هغوئي ته يـې کتاب هم وښودلو * حِکمت يـې ورته هم وښودلو * داسې د هر طرف نه پۀ خرابۍ کښې راګېر قوم يـې د قيامته پورې د راتلونکو اِمام او پېشوا جوړ کړو۔
ډاکټر اِقبال وئيلي دي:
وہ دانائے سُبُل، ختمِ رُسُل، مولائے کُل جس نے
غُبارِ راہ کو بخشا فروغِ وادئ سینا([1])
وضاحت: دانائے سُبُل: يعنې هادي، د لارو نه خبر۔ خَتمِ رُسُل: يعنې د ټولو اخري نبي، مولائے کُل: د ټولو آقا، د ټولو مولا کوم چې د لارې ګرد رَشکِ طُور (يعنې پۀ کوم باندې چې کوهِ طُور هم فخر اوکړي داسې) جوړ کړو۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
ميلاد مناؤ کړئ! ښه يـې مناؤ کړئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُنيا د روښانه کولو د پاره تشريف راوړلو، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِيمان نُور او د قرآنِ پاک نُور زمونږ د ګنهګارانو نصيب شو، ځکه مونږ له پکار دي چې مونږ د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته پۀ تشريف راوړلو ښه ډېرې خوشحالۍ اوکړو، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پيدائش چرچې اوکړو * کورونه ښائسته کړو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami