Share this link via
Personality Websites!
هر قِسمه ګمراهو او تيارو کښې ورک وو۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! هٰغه قام کوم چې هر قِسمه د خرابو او ګناهونو ښکار وو، پۀ ټوله دُنيا کښې هر خوا ته تيارې راخورې وې * شِرک عام وو * د تَوحِيد د ټولو نه لوئي مرکز يعنې کعبه شريفه هم د شِرک پۀ ګند باندې ګنده کړے شوې وه * ژوندي اِنسانان به حلالولے کېدل او کاڼو ته به يـې نذرانه کول * ځناور هم د خپل اولاد حفاظت کوي خو د هٰغه وخت اِنسان دومره د سخت زړۀ والا وو چې هم خپلې لوڼه به يـې ژوندۍ ښخولې * بد کاري عامه وه * شراب، جواري، غلا غُلطي، لوټ مار ډېر وو * پۀ معمولي معمولي خبرو به چې کله جګړه شروع شوه نو د کلونو پورې به جنګ جاري وو * پۀ يوه معمولي شان خبره باندې به پۀ سوؤنو بلکې پۀ زرګونو خلق وژلے کېدل * پۀ ځينو معاشرو کښې دا رَسم هم وو چې بادشاه به مړ کېدو نو د هغۀ مړے به يـې پۀ لوئي غار کښې اېښودو، ورسره به يـې خوندور خوراکونه اېښودل او ډېر ژوندي غلامان او وينزې به يـې هم پۀ غار کښې پرېښودلې او د غار دروازې به يـې بندولې۔
تاسو اندازه ولګوئ چې د هٰغه ژوندو غلامانو چې به کله ساه بندېدله، د لوږې تندې نه به لړزېدل نو پۀ هغوئي به څۀ تېرېدل خو افسوس چې دُنيا د ظُلم او د سِتم تيارو ته غورځېدلې وه، اِحساسات مړۀ شوي وو۔
د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان ته وګورئ! هغوئي داسې قوم ته خپلې نُوراني اداګانې وښودلې، پۀ خپلو ښو اخلاقو باندې يـې مئين کړل او د هغوئي نه يـې عالِمان هم جوړ کړل
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami