Share this link via
Personality Websites!
* يوه د هغوئي ګڅ اړخ ته۔ بيا د هر نبي عَلَیْهِ السَّلَام سره د هغوئي يو صحابي هم وو، د هغوئي سره هم يوه يوه ډيوه وه۔
بيا ما وليدل:چي (د يوې عظيمې مرتبې والا) نبي ودرېدو، د هغوئي د ودرېدو سره ټوله زمکه روښانه شوه، د هغوئي د مبارک سَر د هر وېښتۀ سره يوه ډيوه وه او د هغوئي صحابي کوم چې د هغوئي سره وو، د هغوئي سره يوه يوه نۀ بلکې 4، 4 ډيوې وې۔ دا منظر چې مې وليدو نو ما پوښتنه اوکړه: مَنْ ہٰذَا يعنې دا دومره د اوچتې مرتبې والا نبي د کوم پۀ ودرېدو چې ټوله زمکه روښانه شوه، دا څوک دے؟ نو جواب راغلو: مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ اللہ يعنې دا مُحَمَّد بن عبد الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے۔ ([1])
نُور والا آیا ہے، ہاں! نُور لے کر آیا ہے سارے عالَم میں یہ دیکھو نُور کیسا چھایا ہے([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! کله چې دا دواړه کسان ناست وو او پۀ خپل مينځ کښې يـې خبرې کولې، يعنې يو خوب بيانولو او بل اورېدو، هٰغه وخت عظيم تابعي بزرګ حضرت کعبُ الاَحبار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه (کوم چې د تورات شريف لوئي ماهِر عالِم وو)، (د هغوئي) غوږونو ته د هغوئي د دې خبرو اواز لاړو، هغوئي وفرمائيل: دا تاسو څۀ خبرې کوئ (يعنې دا چې تۀ څۀ بيانوې دا خبره تا چرته لوستلې، اورېدلې ده)؟ خوب بيانونکي ووئيل: نا۔۔۔! دا څۀ لوستلے شوې خبره نۀ ده بلکې دا خو ما د شپې خوب ليدلے وو، هغه بيانووم۔ دا يـې چې واورېدل نو حضرت کعبُ الاَحبَار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ووئيل: وَالَّذِیْ بَعَثَ مُحَمَّدًا بِالْحَقِّ اِنَّہَا فِیْ کِتَابِ اللہِ کَمَا رَاَیْتَ يعنې د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami