Share this link via
Personality Websites!
یُسْتَضَاُ بِہٖ بے شکه رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم داسې نُور دے د کوم نه چې رڼا حاصلولے شي۔ ([1])
حضرت اُسيد بن ابو اَيَّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د نُور والا آقا، رسولِ خُدا، اَحمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو ځل زما پۀ مخ او سينه باندې خپل نُوراني لاس مبارک راښکلو، د دې برکت دا ظاهر شو چې زۀ به کله هم يو تيارۀ کور ته داخلېدم نو هٰغه کور به روښانه کېدلو۔ ([2])
چمک تجھ سے پاتے ہیں سب پانے والے مرا دِل بھی چمکا دے چمکانے والے
برستا نہیں دیکھ کر ابرِ رحمت بدوں پر بھی برسا دے برسانے والے([3])
نُور والا آیا ہے نُور لے کر آیا ہے
(نُور والا راغلے دے، نُور يـې راوړے دے)
د حضرت سالِم بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: (د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم او د تابعينو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم د زمانې خبره ده چې) يو ځل دوه کسان ناست وو پۀ خپل مينځ کښې يـې خبرې کولې، پۀ هغوئي کښې يو ووئيل: ما بيګاه شپه پۀ خوب کښې د ټولو انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام زيارت اوکړو۔ بَل ووئيل: نو بيا ووايئ! چي تاسو څۀ وليدل؟ بيا خوب ليدونکي خپل خوب بيانول شروع کړو، وه يـې وئيل: ما وه ليدل چې د هر نبي عَلَیْهِ السَّلَام سره 4، 4 ډيوې وې * يوه ډيوه د هغوئي مخې ته * يوه د هغوئي شا ته * يوه د هغوئي ښي اړخ ته
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami