Share this link via
Personality Websites!
څومره ښکلے شان دے د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نُور
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نُور کمالي شان ته وګورئ۔۔۔!! زۀ پۀ يو مثال سره پۀ خبره باندې د پوهه کولو کوشش کووم، فرض کړئ! که مونږ پۀ خپله کمره کښې دننه 50 زره غټ غټ لائټونه ولګوو، د دومره رڼا کېدو نه پس به هم مونږ ته د دېوال نه بل اړخ ته څۀ پۀ نظر راځي۔۔۔؟ نۀ به راځي۔ معلومه شوه چې رڼا ټوس څيز کراس کولے نشي۔ پۀ کمره کښې دننه که هر څومره رڼا هم وي، د دېوال نه بل اړخ ته تيارۀ نشي ختمولے۔
د سوچ خبره ده چې د سيده آمنه رَضِىَ اللهُ عَـنْها کور مبارک پۀ مکه مکرمه کښې، د کعبې شريفې سره نزدې وو او شام د مکے مکرمې نه تقريباً 2 زره کلوميټره لرې دے، پۀ مينځ کښې اوچتې اوچتې ودانۍ هم دي، لوئي لوئي غرونه هم دي، دا څومره کمالي نُور وو، روښانه شوے پۀ مکه مکرمه کښې دے خو د دې د نُور مبارک رڼا د ودانو نه هم ووځي، غرونه هم شلوي او ځي او د شام پورې رسېږي او سيده آمنه رَضِىَ اللهُ عَـنْها د دې نُور مبارک پۀ برکت سره د شام محلونه ويني۔ معلومه شوه چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُور هٰغه نُور دے کوم چې تيارې داسې رڼا کوي او سترګې داسې روښانه کوي چې نظر د زرګونو کلوميټرو پورې رسېږي۔
د الله پاک اخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُور بلکې قاسِمِ نُور (يعنې نُور تقسيموونکے) دے۔ صحابۍ رسول حضرت کعب بن زُبېر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: اِنَّ الرَّسُوْلَ لَنُوْرٌ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami