Share this link via
Personality Websites!
474325
9279
فوځ سره پۀ درياب کښې دننه غرق شو۔ ([1]) الله پاک فرمائي:
وَ اِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ فَاَنْجَیْنٰكُمْ وَ اَغْرَقْنَاۤ اٰلَ فِرْعَوْنَ وَ اَنْتُمْ تَنْظُرُوْنَ(۵۰) (پارہ: 1، سورۀ بقره: 50)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ياد کړئ چې کله مونږه ستاسو د پاره درياب وشلولو نو مونږه تاسو بچ کړئ او فِرعَونيان مو ستاسو د سترګو د وړاندې غرق کړل۔
دا يو عظيم اِنعام وو کوم چې پۀ بني اِسرائيلو باندې اوکړے شو، هغوئي ته د فِرعَون د غلامۍ نه ازادي عطا کړے شوه۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دا آيتونو چې مخې ته کيږدو مونږ لږ د ځان پۀ باره کښې غور اوکړو۔ چي اوس يو څو ورځې پس زمونږ د ازادۍ ورځ راتلونکې ده، پۀ 14 اګست کال 1947ء الله پاک مونږ ته خپل ازاد ملک راعطا کړو۔ پۀ دې خبره کښې هيڅ شک نشته چې د بني اِسرائيلو پۀ ازادۍ کښې او د پاکستان پۀ ازادۍ کښې د زمکې او د اسمان فرق دے، بني اِسرائيل د فِرعَون نه ازادوونکے د الله پاک نبي حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام وو او د پاکستان د ازادۍ د پاره کوشش کوونکے نبي نۀ وو بلکې د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام غلامان او د اِمامُ الانبيا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم منونکي وو، يو غېر نبي هيڅکله هم د نبي برابر نشي کېدے، ځکه د بني اِسرائيلو پۀ ازادۍ کښې او د پاکستان پۀ ازادۍ کښې د زمکې او اسمان فرق دے خو د بني اِسرائيلو پۀ ازادۍ کښې، د ازادۍ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami