Share this link via
Personality Websites!
474323
9279
مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ (پارہ: 1، سورۀ بقره: 49)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د فِرعَونيانو نه۔
یعنې د فِرعَون او د هغڅ د قوم نه مو خلاصے درکړو۔ دې بد اَنجامه به څۀ کول؟
یَسُوْمُوْنَكُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ (پارہ: 1، سورۀ بقره: 49)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې تاسو ته به يـې ډېر بد عذاب درکولو ۔
فِرعَونيانو پۀ بني اِسرائيلو باندې ډېرې سختې تيرولې * د هغوئي بچي يـې خپل غلامان کړي وو * د هغوئي زنانه د فِرعَونيانو د زنانؤ خادِمانې وې * د هغوئي پۀ ځوانانو باندې به يـې ډېر سخت کارونه کول * پۀ غريبانو باندې ډېر ټيکسونه مقرر وو * اِسرائيلي بوډاګانو به خختې جوړولې، د فِرعَونيانو ودانۍ به يـې جوړولې * بوډۍ ګانو زنانؤ به د هغوئي د پاره تار رېشتلو او د هغې نه به يـې کپړې جوړولې، غرض دا چې فِرعَونيانو به پۀ بني اِسرائيلو باندې ډېر ظُلمونه کول، ([1]) پۀ هغې کښې يو ظُلم دا وو چې
یُذَبِّحُوْنَ اَبْنَآءَكُمْ وَ یَسْتَحْیُوْنَ نِسَآءَكُمْؕ- (پارہ: 1، سورۀ بقره: 49)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ستاسو ځامن به يـې حلالول او لوڼه به يـې درله ژوندۍ پرېښودې۔
دا ډېر لوئي مصيبت وو ځکه چې د هلکانو د حلالولو پۀ وجه د بني اِسرائيلو نسل ته خطره وه، هسې هم د نارينؤ نه بغېر د زنانؤ ژوند ډېر ګران وي، د هغوئي عزت ته خطره
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami