Share this link via
Personality Websites!
474322
9279
السَّلَام ته او بني اِسرائيلو ته يـې د تکليفونو رسولو ناپاک کوشش اوکړو، مَعَاذَ الله! د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د شهيد کولو منصوبې يـې جوړې کړې۔ کله چې فِرعَون د ټولو حدونو نه تېر شو، پۀ خپل کُفر باندې بالکل کلک ودرېدو او د بني اِسرائيلو پۀ ازادولو پۀ هيڅ قِسمه طريقه تيار نۀ شو نو الله پاک فِرعَون د هغۀ د لښکر سره پۀ درياب کښې غرق کړو او د همېشه همېشه د پاره د دوزخ خَشَاک جوړ شو۔ ([1]) داسې د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ برکت د بني اِسرائيلو د ازادۍ نِعمت نصيب شو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د کُفر د غلامۍ نه، د غېر مسلمو، ظالمانو د غلامۍ نه ازادي مېلاؤېدل د الله پاک ډېر لوئي نِعمت دے۔ د دې اِنعام پۀ ذِکر کولو رَبِّ رحمان فرمائي:
وَ اِذ (پارہ: 1، سورۀ بقره: 49)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او (ياد کړئ) چې کله۔
یعنې اے بني اسرائیلو! یاد کړئ...!! څۀ؟
نَجَّیْنٰكُمْ (پارہ: 1، سورۀ بقره: 49)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږه تاسو ته خلاصے درکړو۔
د چا نه خلاصے؟
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami