Share this link via
Personality Websites!
474320
9279
شو، هٰغه وخت د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام والِد حضرت يعقوب عَلَیْهِ السَّلَام ، 11 وروڼه او د کور نورو خلقو مِصر ته تشريف يوړلو۔
بني اِسرائيل د حضرت يعقوب عَلَیْهِ السَّلَام اولاد وو او د مِصر د وَزِيرِ اَعظم يعنې د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام خاندان والا هم وو، ځکه پۀ مِصر کښې د بني اِسرائيلو ډېر عزت وو، د هغوئي مقام او مرتبه وه، خلقو به د هغوئي اِحترام کولو۔ اخر حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام د دُنيا نه پرده وفرمائيله، وخت تېرېدو، د صدو تېرېدو نه پس د مِصر حکومت د يو ډېر مغروره او سرکشه کَس لاسونو ته لاړو، د هغۀ نوم وو: وَلِيد بِن مُصعَب او لقب يـې وو: فِرعَون۔ دغه بد بخته د خُدايۍ دعویٰ اوکړه او بني اِسرائيل يـې خپل غلامان جوړ کړل۔ ([1])
گدا کو بادشاہ یا بادشاہوں کو گدا کر دے
میرے مالِک تُو جب چاہے کسی کو کیا سے کیا کردے
دا هم د قُدرت يوه عجيبه نخښه وه، الله پاک چې چا ته وغواړي بادشاهي ورعطا کړي، چا له چې وغواړي د غلامۍ پۀ زنځيرونو کښې يـې راګېر کړي۔
وَ تُعِزُّ مَنْ تَشَآءُ وَ تُذِلُّ مَنْ تَشَآءُؕ- (پارہ: 3، سورۀ آلِ عمران:26)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او تۀ چې چا له وغواړې عِزت ورکوې او چا له چې وغواړې ذِلت ورکوې۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami