Share this link via
Personality Websites!
474337
9279
پۀ مَدَني قافله کښې سفر اوکړئ!
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تنظيم دعوتِ اسلامي هم جشن ازادي نمانځې خو د دعوتِ اسلامي انداز جدا دے، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * د جشن ازادۍ پۀ موقع مدني قافلې سفر کوي، پۀ زرګونو عاشقانِ رسول پۀ مدني قافلو کښې د سفر کوي ښار پۀ ښار، کلي پۀ کلي ګرځې او د دِين * قُرآن او سُنَّت تبليغ کوي * پخپله هم نـمونځونه کوي * نورو له هم د نـمونځونو دعوت ورکوي او جوماتونو ته يـې د راوستو کوشش کوي * د عشقِ رسول شمعې پۀ زړونو کښې د روښانه کولو کوشش کيږي * داسې عاشقانِ رسول د دِين پۀ زده کولو، نورو ته پۀ ښودلو د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حقيقي غلامانو جوړېدو کوشش کوي او نور هم د دې لارې مسافر جوړوي۔
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! تاسو هم ذِهن جوړ کړئ، د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حقيقي غلامانو جوړېدو د پاره، د ازادۍ د تحريک د شهيدانو د اِيصالِ ثواب د پاره د عاشقانِ رسول سره پۀ قافلو کښې سفر اوکړئ او د ازادۍ د نِعمت شُکر ادا کړئ۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د آئي ټي ډيپارټمنټ له خوا ډېر فائده مند موبائل ايپلي کېشن پۀ نوم د ”فېضانِ حديث“ پۀ Play Store او App Store باندې وړاندې کړے شوے دے۔ پۀ دې ايپلي کېشن کښې تاسو د حديثِ پاک مشهور کتابونه مثلاً * مِشْکٰوةُ الْمَصَابِیْح او د دې اسانه اُردو شرح مِرْاٰةُ الْمَنَاجِیْح * الأربَعِیْنِ النّوویَّة د اُردو ترجمې او شرحې سره * رِياضُ الصَّالِحِين د اُردو ترجمې او شرحې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami