Share this link via
Personality Websites!
474334
9279
وضاحت: آه! زمونږه ساز او سامان (مثلاً عزت، ترقي، کاميابي، عروج وغېره) تباه کيږي او برباديږي او مصيبت خو دا دے چې زمونږ د نادانو سره د دې تباهۍ احساس هم قدرې نشته۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! بني اِسرائيلو ته ازادي عطا کړے شوه، هغوئي د هٰغه ازادۍ قدر اونکړو، د هغې شُکر يـې ادا نۀ کړو، د الله پاک پۀ نافرمانۍ کلک ولاړ وو، پۀ هغوئي باندې ذِلت مسلط کړے شو، هسې نۀ چې مونږه هم نا شُکري اوکړو، د ازادۍ د دې نِعمت قدر اونکړو نو پۀ مونږ باندې هم ذلت مسلط کړے شي۔ ځکه مونږ له اِحتياط کول پکار دي۔
ډاکټر اِقبال وئيلي وو:
میں تجھ کو بتاتا ہوں تاریخِ اُمَمْ کیا ہے شمشیر و سِناں اَوَّل، طاؤس و رُباب آخر([1])
وضاحت: مطلب دا دے چې قامونه وړومبے خوبونه ويني، د ترقۍ، بام ته د ختلو او د کاميابۍ د پاره جزبې ښکاره کوي، جوش وي، د اوچت والي او عروج د پاره شپه ورځ محنت وي، بيا الله پاک هغوئي ته د محنت بدله ورعطا کوي، هغوئي ته ترقي عطا کيږي، د دې پورې چې قومونه پۀ اوچت والي او عروج کښې د ستورو پورې ورسېږي، بيا يو وخت راځي چې خلق د الله پاک نِعمتونه هېر کړي، غرور او تکبر د هغوئي سر ته وخېژي، پۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami