Share this link via
Personality Websites!
474333
9279
او کله چې يو عاشقِ رسول د ژوند اِسلامي طرز اِختياروي نو آيا پۀ معاشره (Society) کښې هغۀ ته د عزت پۀ نظر کتلے کيږي؟ يا پۀ هغه پورې ټوقې ملنډې کولے شي؟
آه! افسوس۔۔۔ٍ!! نن 79 کاله کېدونکي دي خو پۀ اجتماعي توګه که مونږ اوګورو نو مونږ د پاکستان مقصدونه پوره نۀ کړل، د ازادۍ ورځ پۀ اصل کښې د شُکر ورځ ده، د الله پاک پۀ حُضُور کښې د عاجزۍ سره د سجدې کولو او د هغې د شُکر ادا کولو ورځ ده خو زمونږه پۀ معاشره کښې د ازادۍ ورځ هم د ګناهونو نه پۀ ډک انداز کښې نمانځلے کيږي * بے هوده ګډاګانې کيږي * چغې سورې وهلے کيږي * پټاخې خلاصولے شي * د بے هودګۍ سره باجے غږولے شي * هلکان پۀ کوڅو کښې او پۀ سړکونو باندې درز غوبل کوي * پۀ سړکونو باندې ون ويلنګ (One Welling) کوي او د مرګ سره لوبې کوي * ډېر نادانه کوم چې د خپل مور پلار د بوډا والي يواځنۍ اَسره وي، د دې وَن ويلنګ پۀ نشه کښې مست شي او مړه شي * شرابونه څښلے کيږي * نشه ور څيزونو ښه د زړۀ د اِخلاصه استعمالولے شي۔
آه! افسوس۔۔۔!! آيا مونږ ته پاکستان دې د پاره مېلاؤ شوے وو؟ آيا مونږ ته دا نِعمت دې د پاره را عطا کړے شوے وو؟
وَائے ناکامی مَتاعِ کارواں جاتا رہا کارواں کے دِل سے اِحْساسِ زِیاں جاتا رہا([1])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami