Share this link via
Personality Websites!
474332
9279
ورکړې، تقريباً 30 لاکهه کسان شهيدان شول، ([1]) دا قربانۍ دې د پاره وې چې مونږ اِسلامي تهذيب او کلتور (Culture) پۀ ازادۍ سره اِختيار کړے شو، پۀ قرآنِ کريم، حديث شريف او اِسلامي تعليماتو باندې پۀ ازدۍ سره عمل اوکړے شو * آيا مونږ پۀ هغې باندې پوره يو؟ * آيا زمونږ چلن، زمونږه رواج، زمونږه د ژوند طرز اِسلامي دے؟ * پاکستان پۀ ازادۍ سره د نـمونځونو کولو د پاره جوړ کړے شوے، آيا مونږ نـمونځونه کوو؟ * پاکستان پۀ ازادۍ سره د روژو نيولو د پاره جوړ کړے شوے، آيا مونږه د رَمَضَانُ المُبَارَک روژې نيسو؟ * پاکستان پۀ ازادۍ سره د تِلاوت کولو، پۀ ازادۍ سره پۀ قرآني تعليماتو باندې د عمل کولو، پۀ ازادۍ سره د سُنَّتو اِختيارولو د پاره جوړ کړے شوے * دې د پاره جوړ کړے شوے چې مونږه ږېرې پرېږدو نو څوک پۀ مونږ باندې اِعتراض اونکړي * مونږ چې د سُنَّت مطابق جامې واغوندو نو څوک پۀ مونږ ګوتې اوچتې نۀ کړي * مونږه نـمونځونه کوو، عمامه پۀ سر کوو، پۀ لاس کښې تسبيح راخلو نو چي څوک پۀ مونږ پورې وه نۀ خاندي * زمونږه مئېندې خوئېندې شرعي پرده اوکړي، پۀ څادر او انګړ کښې وي نو چي څوک پرې ګوتې پورته نۀ کړي، څوک ورپسې وه نۀ خاندې۔ پۀ اِنصاف سره ووايئ! آيا مونږ دا هر څۀ کوو؟ * آيا زمونږ پۀ مخ باندې د سُنَّت مطابق يو موټے ږېره مبارکه شته؟ * آيا مونږ د سُنَّت مطابق جامې اغوندو؟ * آيا مونږ د اِسلامي تهذيب او کلتور نمونه جوړ شوي يو؟ * آيا زمونږه مئېندې، خوئېندې، لوڼه د شريعت مطابق پرده کوي؟
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami