Share this link via
Personality Websites!
474331
9279
پۀ بني اِسرائيلو باندې دا ذِلت ولې مسلط کړے شو، پۀ هغوئي باندې د الله پاک غضب ولې نازل شو، د دې وجه هم الله پاک ورسره بيان کړه، اِرشاد دے:
ذٰلِكَ بِمَا عَصَوْا وَّ كَانُوْا یَعْتَدُوْنَ۠(۶۱) (پارہ: 1، سورۀ بقره: 61)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا پۀ دې وجه وو چې هغوئي نافرماني اوکړه او هغوئي پرله پسې سرکشي کوله۔
جو کچھ ہیں وہ سب اپنے ہی ہاتھوں کے ہیں کرتوت
شکوہ ہے زمانے کا نہ قسمت سے گلہ ہے
دیکھے ہیں یہ دِن اپنی ہی غفلت کی بدولت
سچ ہے کہ بُرے کام کا انجام برا ہے
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! چي د بني اِسرائيلو دا منفي کردار مخې ته کيږدو او مونږ لږ د خپلو حالاتو جائزه هم واخلو۔ الله پاک مونږ ته ازاد ملک راعطا کړو، يقيناً چې پاکستان د رَبِّ ذِيشان ډېر لوئي اِحسان دے خو مونږ دې خپله جائزه واخلو چې مونږ د دې نِعمت څومره قدر کوو۔ زمونږه علمائے کرامو چې د پاکستان د پاره کومې قربانۍ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami