Share this link via
Personality Websites!
474330
9279
صفا اِنکار اوکړو، الله پاک کوهِ طُور د بيخ نه را اوچت کړو او د هغوئي پۀ سرونو باندې يـې رازوړند کړو او وه يـې فرمائيل:
خُذُوْا مَاۤ اٰتَیْنٰكُمْ بِقُوَّةٍ وَّ اذْكُرُوْا مَا فِیْهِ (پارہ: 1، سورۀ بقره: 63)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مضبوط ونيسئ هٰغه (کتاب) کوم چې مونږه تاسو ته درکړے دے او څۀ چې پۀ هغې کښې بيان کړے شوي دي هغه ياد کړئ۔
هٰغه وخت د دې وِېرې نه چې کوهِ طُور د هغوئي پۀ سرونو باندې را وه نۀ غورځولے شي، هغوئي پۀ تورات شريف باندې د عمل کولو وعده اوکړه خو بيا د خپلې وعدې نه پۀ شا شول۔ ([1])
غرض دا چې ازادي کوم چې يو لوئي نِعمت وو، بني اِسرائيلو له پکار وو چي د هغې شُکر يـې ادا کړے وے خو هغوئي نافرماني اوکړه، د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام نافرماني يـې اوکړه، د الله پاک پۀ کتاب تورات شريف باندې يـې د عمل کولو نه اِنکار اوکړو، اخر پۀ هغوئي باندې د الله پاک غضب نازل شو او پۀ هغوئي باندې ذِلت مسلط کړے شو، الله پاک اِرشاد فرمائي:
وَ ضُرِبَتْ عَلَیْهِمُ الذِّلَّةُ وَ الْمَسْكَنَةُۗ-وَ بَآءُوْ بِغَضَبٍ مِّنَ اللّٰهِؕ (پارہ: 1، سورۀ البقرة: 61)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ هغوئي خواري او نېستي مسلط کړے شوه او هغوئي د الله د غضب حقدار شول۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami