Share this link via
Personality Websites!
474329
9279
ادا کولے، د الله پاک پۀ حُضُور کښې ټيټ شوے وے، د الله پاک فرمانبرداري يـې کولے، د الله پاک حکمونه يـې پۀ سر سترګو منلے خو بني اِسرائيلو نا شُکري اوکړه۔
* کله چې فِرعَون غرق شو، بني اِسرائيلو هغه پۀ غرقېدو پۀ خپلو سترګو ليدلے وو خو دلته هم چې لږ وړاندې لاړل، وه يـې کتل چې يو قوم دے کوم چې د دروغژنو خُدايانو پۀ عبادت کښې مصروف دے، شِرک کوي، دا يـې چې وليدل نو بني اِسرائيلو ووئيل:
یٰمُوْسَى اجْعَلْ لَّنَاۤ اِلٰهًا كَمَا لَهُمْ اٰلِهَةٌؕ- (پارہ: 9، سورۀ الاعراف:138)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے موسیٰ! زمونږ د پاره هُم يو داسې معبود جوړ کړه څنګه چې د دوئي د پاره ډېر معبودان دي۔
اَللہُ اَکْبَر! اوس يـې د يو کافِر انجام وليدلو او جرأت ته يـې وګورئ چې د الله پاک د نبي، حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام نه د شِرک اِجازت غواړي۔
* الله پاک حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام له د تورات شريف ورکولو د پاره کوهِ طُور ته وبللو، حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام 40 ورځې پۀ کوهِ طُور کښې تشريف فرما وو، وروستو پسې بني اِسرائيل بے لارې شول، سامري نومې يو جادوګر د هغوئي د پاره د دهات يو سخے جوړ کړو، بني اِسرائيلو هم هٰغه سخے خُدائے ومنلو۔ ([1])
* بني اِسرائيلو ته تورات شريف عطا کړے شو، هغوئي پۀ هغې باندې د عمل کولو نه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami