Share this link via
Personality Websites!
474328
9279
پاکستان د الله پاک ډېر لوئي نِعمت دے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! * لکه څنګه چې بني اِسرائيلو ته د فِرعَون نه ازادي مېلاؤېدل يو ډېر لوئي نِعمت وو، دغه شان مونږ ته د غېر مسلمو حکومتونو نه خلاصے مېلاؤېدل هم د رَبِّ کريم ډېر لوئي اِنعام دے * لکه څنګه چې بني اِسرائيل اِيمان والا وو، د فِرعَون پۀ حکومت کښې اوسېدل، دغه شان د مُغلو سلطنت د زوال نه پس پۀ بر صغير باندې د غېر مسلمو حکومت راغلو، مسلمانان د هغوئي پۀ حکومت کښې راغلل، بيا مسلمانانو ته د هغوئي د جوړ کړے شوو قوانينو مطابق ژوند کول وو، ظاهره ده چې غېر مسلمه کوم قانون جوړوي هغه خو به د قرآن او د سُنَّت مطابق نۀ وي * دې وجې نه مسلمانانو ته پۀ قرآنِ کريم باندې * پۀ سُنَّتو باندې * د خپل دِين پۀ تعليماتو باندې پۀ ازادۍ سره عمل کول ګران وو، حکومت چې به کله غوښتل، پۀ کومه دِيني مسئله کښې غوښتل خنډان [يعنې رکاوټونه] به يې راپورته کول * پۀ نـمونځ کولو کښې مشکلات وو * پۀ روژو نيولو کښې مشکلات وو * پۀ قربانۍ کولو کښې مشکلات وو * مسلمانان پۀ قرضونو کښې راګېرېدل * اخر لکه څنګه چې پۀ بني اِسرائيلو باندې کرم وشو، هغوئي ته د ازادۍ نِعمت ورکړے شو، هم داسې رَبِّ رحمان د خپل محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ وسيله مونږ ته هم د ازادۍ نِعمت او ازاد ملک راعطا کړو۔
د زادۍ نه پس د بني اِسرائيلو حالات
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک بني اِسرائيلو ته د فِرعَون نه، د فِرعَون د ظُلم زور نه ازادي ورعطا کړه، بيا هغوئي له پکار وو چې هغوئي د الله پاک د دې نِعمت شُکر
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami