Share this link via
Personality Websites!
474326
9279
نه پس د هغوئي پۀ کردار کښې زمونږ د پاره عِبرت او نصيحت دے، د دې نه مونږ ته معلومه شوه چې * ازادي څۀ ته وئيلے شي؟ * پۀ ازادۍ مېلاؤېدو څۀ کول پکار دي؟ * د ازادۍ مېلاؤېدو نه پس د ژوند انداز څنګه پکار دے؟
لږ د پاکستان د ازادۍ تاريخ ته نظر اوکړئ! پۀ کال 1857ء کښې د ازادۍ د پاره وړومبے اجتماعې او منظم کوشش اوکړے شو، د دې ازادۍ د پاره د ټولو نه وړومبے چې چا غږ پورته کړو هغه وو: ډېر لوئي عاشقِ رسول، ماهر عالِمِ دِين حضرت علامه فضل حق خېر آبادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه، د ازادۍ پۀ دې وړومبي کوشش کښې تقريباً 22 زره علمائے کرام شهيدان شول۔ ([1])
پۀ دې هم د مسلمانانو حوصلې ماتې نۀ شوې، مسلمانانو مسلسل کوشش کولو، عاشقانِ رسول علمائے کرامو شپه او ورځ محنت کولو * صَدرُ الاَفاضِل مولانا نعيم الدين مُراد آبادي * مفتي احمد يار خان نعيمي * د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خليفه مولانا عبد العليم ميرټهي * مولانا ديدار علي شاه * محدثِ اعظم هند محمد کچهوچهوي * محدث علي پوري * ابو الحَسَنات سيد احمد قادري * علامه عبد الغفور هزاروي * علامه عبد الستار خان نيازي * خواجه قمرُ الدين سيالوي * پير جماعت علي شاه * د ماڼکي شريف پير صاحب * پير صاحب زکوړي شريف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم اَجمعين او د دوئي نه علاوه پۀ سوونو علمائے کرامو د اهلسنت مشائِخو د پاکستان د ازادۍ پۀ تحريک کښې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami