Share this link via
Personality Websites!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سيرت د دې تقویٰ نه د ډکو، دِيني اِختياطونو د ښکلې ښکلې واقعې نه دا د زدکړې د پاره مېلاؤ شو چې شريعت، دِين، د عِلم خبرې صرف نورو ته د وئيلو د پاره نۀ دي بلکې پخپله د عمل کولو د پاره هم دي، يعنې دِيني خبرې نورو ته بيانول يقيناً چې ضروري دي، البته پۀ دې باندې عمل کول، د دې نه هم زيات ضروري دي۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللّٰهِ اَنْ تَقُوْلُوْا مَا لَا تَفْعَلُوْنَ(۳) (پارہ:28، سورۀ صف:3)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د الله پۀ نزد دا ډېره ناخوښه خبره ده چې تاسو هٰغه ووايۍ څۀ چې نۀ کوئ۔
معلومه شوه چې نورو ته نصيحت کول، ښې ښې خبرې بيانول او پخپله پرې عمل نۀ کول، ډېره سخته او شديده خبره ده، د الله پاک هيڅکله هم دا خبره خوښه نۀ ده۔
داسې واعظ کوم چې پۀ خپل عِلم باندې عمل نۀ کوي د هغوئي پۀ باره کښې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د مِعراج پۀ شپه ما وليدل چې د ځينو خلقو شونډې د وور پۀ قېنچيانو پرېکړے کېدلې۔ جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام ووفرمائيل: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دا ستاسو د اُمت واعظان (يعنې نصيحت کوونکي) دي، دوئي به هٰغه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami