Share this link via
Personality Websites!
عاشقِ اولیا ہیں رضا، ہیں رضا زینتِ اَتْقِیا ہیں رضا ،ہیں رضا([1])
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! عالِم کېدل ډيره د شان خبره ده خو د عالِم د پاره د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې هغه با عمله وي۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: هِمَّةُ العُلَماءِ الرِّعايَةُ يعنې د عِلم والؤ دا ذمه واري ده چې (د هغۀ پۀ قول او فعل کښې تضاد نۀ وي بلکې) هغه پۀ خپل عِلم باندې عمل اوکړي۔([2])
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو با عمله عالِمِ دِين وو۔ راځئ يوه واقعه اورو :د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ وخت کښې بجلي ډېره عامه نۀ وه، خلقو به ډيوې او لالټېن (Lantern) وغېره بلولو۔ پۀ لالټېن باندې پۀ اسانۍ سره ځان داسې پوهه کړئ چې دا يو وړوکے شان لېمپ وي، پۀ کوم کښې چې به تېل اچولے شو۔ د خلقو معمول دا وو چې پۀ لالټېن کښې به يـې د خاورو تېل اچول، د هغې پۀ بلېدو به بوئي خورېدو، پۀ ډيوه کښې به زياتره د شړشمو يا د د زَنډو[ارنډو] تېل (کېسټر آئل Castor Oil) اچولے کېدل، د دې به بوئي نۀ وو۔ د اعلیٰ حضرت اِمامِ احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فتویٰ دا ده چې پۀ جومات کښې د خارو تېل بلول جائز نۀ دي ځکه چې جومات د بد بوئي نه بچ کول واجب دي۔ ([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami