Share this link via
Personality Websites!
* خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د هر خالي پۀ ورځ اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ مَدَني چينل لائيو هفته واره مَدَني مذاکره کوي، د راتلونکي خالي پۀ ورح به هم د ماسخوتن د نـمونځ نه پس تقريباً پۀ پاؤ کم لس [9:45] بجې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هفته واره مدني مذاکره کېږي پۀ کومه کښې چې به اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د سوالونو جوابونه هم ورکوي۔ ټول ذِمه داران او عاشقانِ رسول دې پۀ دې مَدَني مذاکره کښې پخپله هم شرکت اوکړي او نورو له دې هم دعوت ورکړي * شېخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت هره هفته د يوې ديني رسالې لوستلو ترغيب ورکوي، پۀ راتلونکې هفته واره مَدَني مذاکره کښې به د رساله د اِمامِ غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قيمتي خبرې اعلان کولے شي۔ دا رساله پخپله هم ولولئ! نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ او څوک چې سوشل ميډيا مثلاً واټس اېپ وغېره استعمالوي هغوئي دې د الله پاک د رضا او د ثواب د پاره دا رساله د نورو سره هم شېئر کړي! * مکـتبة الـمدينه د حضرت داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سيرت او کراماتو زبردسته رساله فېضانِ داتا علي هجويري چاپ کړې ده۔ دا رساله د مکـتبة الـمدينه د ييوې څانګې نه پۀ 55 روپۍ پۀ بېعه حاصله کړئ۔ پخپله يـې هم ولولئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ!
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت اوکړو هغه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami