Share this link via
Personality Websites!
سيد محمد عَلوِي مَالکي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه۔ هغوئي فرمائي: د مولانا احمد رضا خان برېلوي سره محبت د سُنِّيت علامت دے او د هغوئي سره بُغض او دښمني د بِدعت علامت دے۔ ([1])
حضرت علامه قادر بخش سَهسَرامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډېر لوئي عالِمِ دِين تېر شوے دے، يو ځل د هغوئي نه خلقو پوښتنه اوکړه چې مونږ ته د عاشقِ رسول سُني او د بد مذهبه د پېژندلو ساده شان طريقه وښايئ! قادر بخش سَهسَرامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: د کوم اِنسان پۀ باره کښې چې د دې نه ځان خبرول وي چې دا بد مذهبه دے که عاشقِ رسول دے نو د هغۀ پۀ مخکښې د مولانا احمد رضا خان صاحب ذِکر شروع کړئ! که پۀ مخ يـې خندا راشي نو يقين اوکړئ چې دا عاشقِ رسول سُني دے او که تندے ترېو کړي نو پوهه شئ چې بد مذهبه دے۔ ([2])
جلوہ ہے، نُور ہے کہ سراپا رضا کا ہے تصویرِ سُنّیت ہے کہ چہرہ رضا کا ہے
اِس دورِ پُرفتن میں نظؔر خوش عقیدگی سرکار کا کَرم ہے وسیلہ رضا کا ہے
وضاحت: د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وجود مبارک د الله پاک د انوارو او تجلياتو مظهر او د هغوئي مخ مبارک د سُنيت نخښه ده، د الله پاک پۀ کرم سره که نن مونږ ته ښه عقيده حاصله ده نو دا د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ کرم سره او د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ وسيله باندې حاصله ده۔
الله پاک دې زمونږه د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه محبت نصيب کړي او د هغوئي پۀ برکت
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami