Share this link via
Personality Websites!
سيرت چې ولولې نو د سر نه د اخره پورې د هغوئي ټول ژوند مونږ ته د اُمت خېر خواهي، ښېګړه او د ترقۍ د پاره وقف پۀ نظر راځي۔
تاسو د هغوئي د خېر خواهۍ د جذبې اندازه د دې خبرې نه ولګوئ چې اعلیٰ حضرت اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خواوشا زر [1000] کتابونه ليکلي دي، هغوئي به روزانه صرف د يوې نيمې نه د 2 ګېنټو پورې ارام کولو۔ ([1]) باقي ټول وخت به يـې پۀ ليک لوست، د اُمت پۀ خېر خواهۍ، ښېګړه، اِصلاح او د نورو ديني کارونو پۀ کولو کښې تېرولو۔
د مسلمانانو د خېر خواهۍ پۀ باره کښې نصيحتونه
د مسلمانانو سره د خېر خواهۍ، ښېګړې او خوا خوږۍ اختيارولو پۀ باره کښې د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو څو نصيحتونه واورئ! هغوئي فرمائي: * د مسلمانانو اِعَانت (يعنې د هغوئي مدد کول) د الله پاک ډېر خوښ دي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: الله پاک د خپل بنده د هٰغه وخته پورې مدد فرمائي، د کومې پورې چې هغه د خپل مسلمان ورور مدد کوي * بغېر د تحقيق نه د يو مسلمان طرف ته د ګناه نسبت کول حرام او دوزخ ته بوتلونکے کار دے (يعنې مونږه بغېر د څۀ وجهې نه پۀ اورېدلے شوو خبرو کښې پۀ راتلو سره دا نۀ شو وئيلے چې فلانکے دروغ وائي، فلانکے بے نـمانځه دے، فلانکے سود خور دے، مونږ به همېشه د خپلو مسلمانانو وروڼو پۀ باره کښې ښه ګمان ساتو) * د مسلمان سپکاوے کول حرام دي * بغېر د څۀ شرعي وجهې نه جاهل مسلمان ته هم کنځلې کول، د هغۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami