Share this link via
Personality Websites!
عطا کوي۔ ([1]) پۀ يو حديثِ پاک کښې يـې فرمائيلي دي: اَلتَّوَاضُعُ لَا یَزِیْدُ الْعَبْدَ اِلّا رِفْعَۃً فَتَوَاضَعُوْ ا یَرْفَعَکُمُ اللہُ عاجزي اِنسان ته صرف هم اوچت والے عطا کوي، پس عاجزي کوئ! الله پاک به تاسو ته اوچته مرتبه درعطا کړي۔ ([2]) الله پاک دې مونږ ته د عاجزۍ اختيارولو او د تکبر نه د بچ کيدو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ټول عمر د عِلم او عمل آئينه دار دے، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نـمونځ سره پۀ خاص توګه محبت او رغبت وو هم دغه وجه وه چې هغوئي به نۀ يواځې پخپله د جَمعې سره د نـمونځونو پابندي کوله بلکې پۀ خپلو مُريدانو او متعلقينو کښې به يـې هم د جَمعې سره د نـمونځ ښه جذبه رابېداروله۔ پۀ دې باره کښې تربيت فرمائي: چي د پينځه واړو نـمونځونو پابندي ډېره ضروري ده، پۀ نارينؤ پۀ جومات او د جَمعې پابندي هم واجِب ده۔ بے نـمانځه مسلمان ګويا د تصوير پۀ شان اِنسان دے چې ظاهري شکل يـې د اِنسان دے خو هيڅ څه د اِنسانانو کار پکښې نشته۔ بے نـمانځه هغه نۀ دے کوم چې هډو نـمونځ نۀ کوي بلکې کوم چې يو وخت نـمونځ هم قصداً عمداً پرېږدي هغه هم بے نـمانځه دے۔([3])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami