Share this link via
Personality Websites!
اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ دې آيت باندې پوره پوره عمل کولو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې به کله هم ګرځېدو نو ډېر پۀ عاجزۍ او اِنکسارۍ سره به ګرځېدو۔ منقول دي چې اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د جومات نه واپس تشريف وړلو نو ډېر پۀ قلاره به يـې قدم اېښودو او تللو به، داسې به معلومېدله چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ هر قدم باندې څۀ لولي او ځي، د ګرځېدو پۀ وخت به يـې نظر اکثر ښکته ساتلو خو کله نا کله به يـې مخې ته هم کتل۔ ([1])
حُسنِ سیرت سے مُزَّین تھے امام احمدرضا مُنْفَرِد اُن کے خَصائل اور نِرالی تھی ادا
اُن کی جملہ خوبیوں پر خوبیوں کو نَاز تھا کیونکہ اُن کی زندگی کا مُنْفَرِد انداز تھا
پۀ عاجزۍ او اِنکسارۍ سره اوچت والے مېلاؤېږي
کاش چې زمونږه هم عاجزي او اِنکساري نصيب شي * مونږه خو داسي ډېر عالِمان او فاضلان هم نۀ يو * ډېر عبادت ګزار هم نۀ يو * که پۀ اِنصاف سره خپل ځان ته نظر اوکړو نو کېدے شي چې يوه د فضيلت والا خبره هم راته پۀ ځان کښې ښکاره نۀ شي خو افسوس چې يو خو سراسر ګناهګاران يو خو پته نۀ لګي چې خپل ځان څۀ ګڼو۔ کاش چې مونږ خپل ځان څۀ ګڼل پرېږدو، کاش چې سر ښکته ساتل، خپل ځان بالکل خراب، بے کاره ګڼل او بيا د هغې مطابق د ډېرې عاجزۍ سره ژوند تېرول مو نصيب شي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: اخري نبي رسولِ هاشمي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَا تَوَاضَعَ اَحَدٌ لِلّٰہِ اِلَّا رَفَعَہُ اللہُ چې څوک هم د الله پاک د پاره عاجزي اِختياروي الله پاک هغۀ ته اوچت والے
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami