Share this link via
Personality Websites!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم يوه ډله ده کومې ته چې قُطبُ الاِرشاد وئيلے کيږي۔
قُطب: د وِلايت يوه درجه ده، هٰغه کامِل ولي کوم چې د طريقت د ټولو مقاماتو جامِع وي، هغۀ ته قُطب وئيلے کيږي، قُطب د خپلې زمانې پۀ ټولو اولياؤ کښې د جدا شان والا وي، دې ته غَوث هم وئيلے کيږي۔ د اِرشاد معنیٰ ده: د نېکۍ دعوت ورکول * د ګناه نه منع کول * د خلقو د عقيدو اِصلاح کول * د اَعمالو اِصلاح کول * پۀ معاشره کښې د موندلےکيدونکو بدو ټيک کول، دا هر څۀ د اِرشاد پۀ ضِمن کښې راځي۔ اوس د قُطبُ الاِرشَاد معنیٰ جوړېږي: د خپلې زمانې د ټولو نه لوئي مُصلِح مِلَّت (يعنې د اُمت اِصلاح کوونکے)، د خپلې زمانې د اولياؤ سردار۔ ([1]) اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل وخت قُطبُ الاِرشَاد وو۔ ([2])
د دې نخښې هم د ماشومتوب نه ظاهرېدل شروع شوې وې۔ وهغوي د ماشومتوب پخپله هم باعمله وو او نورو ته به يې هم د باعمله جوړيدو تبليغ فرمائيلو .د هغوئي د ماشومتوب واقعه مشهوره ده۔ يو ځل اُستاذ صاحب پۀ مدرسه کښې ماشومانو ته سبق ښودلو، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم پۀ هٰغه ماشومانو کښې موجود وو، پۀ دې کښې يو ماشوم کلاس ته راننوتو، هغۀ اُستاذ صاحِب ته سلام اوکړو، د اُستاذ صاحب د خُلې نه ووتل:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami