Share this link via
Personality Websites!
473829
9256
بولے مرشد یہ مُصَفّیٰ قلب لے کر آئے ہیں یہ تو زُہدو اَتْقَا کے بَن کے پیکر آئے ہیں
دل اگر مَیْلا رہے تو ہے صفائی ناگُزیر اِن کا دل ہے پاک اور روشن ہے پہلے سے ضمیر
صرف نسبت کی اِنہیں حاجت تھی نسبت مِل گئی غوثِ اعظم کی غُلامی کی سعادت مِل گئی
د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ژوند مبارک دې کمال ته وګورئ چې هغوئي پۀ 105 علومو باندې کامِل مهارت لرلو او مهارت هم داسې چې د زمانې لوئي لوئي عالِمان او مشائخ به د لرې لرې نه راتلل او د هغوئي شاګردي به يـې اِختياروله، هغوئي چې کله پۀ دوېم ځل د حج د پاره لاړل نو د لرې لرې نه راتلونکو د عربو علمائے کرامو د هغوئي نه د عِلمِ حديث اجازتونه اخستل، يو ځل د عربو يو عالِمِ دِين پۀ سفر کولو د هغوئي خوا له بريلي ته راغلو او شاګردي يـې اختيار کړه، هغوئي داسې مهارت لرلو او دا مهارت صرف پۀ يو عِلم کښې نۀ بلکې پۀ 105 علومو کښې وو، دا پۀ خُله وئيل او اورېدل اسان دي خو کوم خلق چې PhD کوي، لږ د هغوئي نه معلومات اوکړئ چې پۀ PhD کولو د اِنسان وېښتۀ سپين شي، کېدے شي چې د PhD پۀ کلاس کښې د 30 کالو نه کم عمر والا څوک هم مېلاؤ نۀ شي، دا پۀ يو عِلم کښې د PhD کولو موده ده، د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شان ته وګورئ لکه چې پۀ هر يو عِلم کښې يـې بېله بېله PhD کړې وي، صرف 68 کاله پۀ دُنيا کښې تېرولو والا اِنسان پۀ دومره علومو باندې داسې مهارت څنګه حاصلولے شي؟ عقل ورته حېرانېږي، اخر هم دا وئيلے شي چې پۀ هغوئي باندې د الله پاک خاص عنايتونه وو، ګنې نو داسې کارنامې د الله پاک د خاص مدد نه بغېر ممکنې نۀ دي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami