Share this link via
Personality Websites!
473825
9256
مونږه پۀ شروع کښې د 28 سيپارې، د سُورَۀ مُجَادَلة د آيت: 22 د څۀ حصې د اورېدو سعادت حاصل کړو، الله پاک فرمائي:
اُولٰٓىٕكَ كَتَبَ فِیْ قُلُوْبِهِمُ الْاِیْمَانَ وَ اَیَّدَهُمْ بِرُوْحٍ مِّنْهُؕ- (پارہ:28، سورۀ مجادلہ:22)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا هٰغه خلق دي د کومو پۀ زړونو کښې چې الله اِيمان نقش کړو او له خپله طرفه يـې د رُوح پۀ ذريعه د هغوئي مدد اوکړو۔
دا د کامِل اِيمان والؤ، د اوچتې مرتبې د عاشقانِ رسول د شان بيان دے، دلته دوه خبرې اِرشاد شوې: (1): کوم چې د اوچتې مرتبې عاشقانِ رسول دي، رَبِّ کريم د هغوئي پۀ زړونو باندې اِيمان نقش فرمائي (2): د خپل طرف نه د يو رُوح (مثلاً رُوحُ القدس حضرت جبریل عَلَیْهِ السَّلَام) پۀ ذريعه د هغوئي خاص مدد او تائيد فرمائي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د آيت مبارک هٰغه حصه ده، د کوم نه چې د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پېدائش تاريخ ماخُوذ دے، يعنې د هغوئي دُنيا ته د راتللو کال دے: 1272 او د آيت مبارک د دې حصې چې کوم اعداد دي هغه هم 1272 دي۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پاک سيرت ته چې وګورې نو د دې آيت مبارک ټول فېضان به د هغوئي پۀ ذات کښې پۀ نظر راشي، که ووئيلے شي چې د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami