Share this link via
Personality Websites!
473841
9256
يو دا هم دي چې بنده د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ګستاخانو، د بد مذهبو او د بے دِينو سره محبت وه نۀ ساتي، د هغوئي سره دوستي نۀ پالي، د هغوئي سره تعلق نۀ ساتي، بلکې دا پوخ ذِهن جوړ کړي چې
جو ان کا ہے ہمارا ہے، یہی دِل کو بتایا ہے
عَدُو سے اُن کے دِل کی دوستی ہونے نہیں دیتے
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ دې صفت کښې هم ډېر کمال لرلو۔ پۀ دې معامله کښې هم د الله پاک پۀ هغوئي باندې ډېر کرم وو۔ هغوئي فرمائي: اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زما د ماشومتوب نه د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دښمنانو نه نفرت دے او د الله پاک فضل دے چې دا نفرت زما د بچو، بچو ته هم پۀ ګُټۍ کښې ورکړے شوے دے۔
د ګستاخِ رسول د پاره پۀ زړۀ کښې نفرت
يو ځل اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يواځې وو، مخامخ يو عربي راروان وو، د هغوئي عادت وو چې د عربيانو به يـې ډېر عزت کولو، که يو عربي به يـې وليدلو نو ودرېدو به او د هغوئي تعظيم به يـې کولو ځکه چې زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عربي دے۔
نو هغوئي چې عربي کَس وليدو نو راپاڅېدل يـې غوښتل خو پۀ زړۀ کښې يـې کراهت محسوس کړو، زړۀ يـې غوښتل چې مۀ پاڅۀ۔۔۔!! اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا شيطاني ګزار وګڼو او پۀ نۀ زړۀ را پاڅېدو، د عربي سره مېلاؤ شو، کېناستو، د هغۀ سره يـې درې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami