Share this link via
Personality Websites!
473823
9256
قَالَ اللہُ تَبَارَکَ وَ تَعَالٰی فِی الْقُرْآنِ الْکَرِیْم (اللہ پاک پۀ قرآنِ کریم کښې فرمائي):
اُولٰٓىٕكَ كَتَبَ فِیْ قُلُوْبِهِمُ الْاِیْمَانَ وَ اَیَّدَهُمْ بِرُوْحٍ مِّنْهُؕ- (پارہ: 28، سورۀ مجادلہ: 22)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا هٰغه خلق دي د کومو پۀ زړونو کښې چې الله اِيمان نقش کړو او له خپله طرفه يـې د رُوح پۀ ذريعه د هغوئي مدد اوکړو
د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مختصر تعارف
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! * اعلیٰ حضرت، شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تېرې صدۍ ډېر د اوچتې مرتبې هستي ده * هغوئي د سُنيانو اِمام دے * د حق نشان دے، د هغوئي برکتي ذات د اِسلامي دُنيا د پاره ډېر لوئي نعمت دے * کله چې غېر مسلمو (Non-Muslims) د اِسلام خلاف سازشونه کول * بد مذهبي عروج ته رسېدلې وه * بدعتونه عام کېدل * مَعَاذَ الله! د قرآنِ پاک د آيتونو د مفهوم بدلولو ناپاک کوششونه کېدل * د اِسلامي تعليماتو (Islamic Teachings) د بدلولو جرأت کېدلو * د دې فِتنو پۀ وخت کښې الله پاک د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ شکل کښې اِسلامي دُنيا ته يو عظيم نعمت عطا کړو، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مُجَدِّد پۀ حيثيت تشريف راوړو او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * هغوئي د فتنو سرونه وچقول * د غېر مسلمو سازشونه يـې ناکامه کړل * د بد مذهبۍ زور يـې مات کړو * بدې عقيدې يـې ختمې کړې * د اصلي اِسلامي عقيدو يـې صحيح تشريح اوکړه * پۀ اِسلامي عقيدو باندې * د اِسلام پۀ اعلیٰ تعليماتو باندې * د قُرآن پۀ عزت او حُرمت باندې * د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عزت
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami