Share this link via
Personality Websites!
473840
9256
ستاسو خوښ وي، که اِيمان وي نو د ګستاخۍ نه پس د هغۀ سره محبت نۀ شې ساتلے، د هغۀ قدر نۀ شې کولے ګنې مسلمان به نۀ پاتې کيږې۔ د الله پاک هم دومره فرمائيل د مسلمان د پاره بس وو، خو وګورئ چې هغۀ تاسو د خپل رحمت طرف ته رابلي، د خپلو عظيمو نعمتونو لالچ درکوي چې که د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عظمت پۀ مخکښې تاسو د چا خيال وه نۀ ساتو، د چا سره مو علاقه (تعلق) وه نۀ ساتلو نو ستاسو به کومې کومې فائدې نصيب کيږي:
(1): اللہ پاک به ستاسو پۀ زړونو کښې اِيمان نقش کړي پۀ کوم کښې چې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ښې خاتمې عظيم زېرے دے ولې چې د الله پاک ليک نۀ ورانېږي (2): اللہ پاک به پۀ روحُ القدس سره ستاسو مدد اوکړي (3): تاسو به د همېشه والا جنتونو ته بوځي، د کومو لاندې چې نهرونه روان دي (4): تاسو ته به د خُدائے ډله وئيلے کيږي، د خُدائے والا به شئ (5): مُرادونه به حاصل کړئ بلکې د اُمېد او خيال او ګمان نه پۀ کروړونو درجې زيات (6): د ټولو نه زيات دا چې الله پاک به ستاسو نه راضي وي (7): دا چې فرمائي: تاسو زما نه راضي، زۀ ستاسو نۀ راضي، د بنده د پاره به د دې نه بل لوئي نعمت څۀ وي چې د هغۀ رَبّ د هغۀ نه راضي وي خو ډېره بنده نوازي دا چې فرمائي چې الله د هغوئي نه راضي او هغوئي د الله نه راضي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې د کامِل اِيمان پۀ تقاضو کښې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami