Share this link via
Personality Websites!
473838
9256
اُولٰٓىٕكَ كَتَبَ فِیْ قُلُوْبِهِمُ الْاِیْمَانَ وَ اَیَّدَهُمْ بِرُوْحٍ مِّنْهُؕ- (پارہ:28، سورۀ مجادلہ:22)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا هٰغه خلق دي د کومو پۀ زړونو کښې چې الله اِيمان نقش کړو او له خپله طرفه يـې د رُوح پۀ ذريعه د هغوئي مدد اوکړو۔
اوس پۀ دې آيت مبارک باندې د يو بَل اړخ نه غور اوکړئ! الله پاک فرمائي: lk^۔ د دې معنیٰ ده: هٰغه خلق۔ سوال دے چې کوم خلق؟ الله پاک فرمائي:
لَا تَجِدُ قَوْمًا یُّؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَ الْیَوْمِ الْاٰخِرِ یُوَآدُّوْنَ مَنْ حَآدَّ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ وَ لَوْ كَانُوْۤا اٰبَآءَهُمْ اَوْ اَبْنَآءَهُمْ اَوْ اِخْوَانَهُمْ اَوْ عَشِیْرَتَهُمْؕ- (پارہ:28، سورۀ مجادلہ:22)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تۀ به داسې خلق نۀ مومې چې کوم پۀ الله او د اخرت پۀ ورځ اِيمان لري چې هغوئي د هٰغه خلقو سره دوستي اوکړي کومو چې د الله او د هغۀ د رسول نه مخالفت اوکړو اګر که هغوئي يـې پلاران يا ځامن يا وروڼه يا خاندان [کورنۍ] والا دي۔
يعنې اے محبوبِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څوک چې ستاسو غلام دے، پۀ تاسو باندې اِيمان لرونکے دے، پۀ الله پاک باندې او پۀ قيامت باندې اِيمان لري، داسې کېدے نۀ شي چې هغه د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دښمنانو سره دوستي وساتي، بيا هٰغه د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دښمنان که هغۀ ته هر څومره نزدې ولې نۀ وي، که پلار يـې وي، که ځوي يـې وي، که ورور يـې وي، که د خاندان بل يو کَس وي، کوم چې د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دښمن دے، کامِل اِيمان والا د هغۀ سره دوستي هډو کولے نۀ شي او څوک چې داسې کامِل اِيمان والا دے، کوم چې ستاسو د دښمنانو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami