Share this link via
Personality Websites!
473835
9256
عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! پۀ داسې حالت کښې زما کشتۍ د سمندر پۀ مينځ کښې انښتې ده، هوا هم د مخالف طرف نه ده، اوس هم بس تاسو ته کاتۀ دي، زما کشتۍ غاړې ته ورسوئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سيرت نه دا يو څو مثالونه وړاندې کړے شول، تاسو اندازه ولګوئ چې دا هم د دې آيت مبارک فېضان دے کوم چې د هغوئي پۀ سيرت مبارک کښې واضحه پۀ نظر راځي چې
اُولٰٓىٕكَ كَتَبَ فِیْ قُلُوْبِهِمُ الْاِیْمَانَ وَ اَیَّدَهُمْ بِرُوْحٍ مِّنْهُؕ- (پارہ:28، سورۀ مجادلہ:22)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا هٰغه خلق دي د کومو پۀ زړونو کښې چې الله اِيمان نقش کړو او له خپله طرفه يـې د رُوح پۀ ذريعه د هغوئي مدد اوکړو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې کښې زمونږ د پاره سبق دے، مونږ له هم پکار دي چې پوخ اِيمان ساتو، د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ فرامينو باندې پوخ يقين ساتو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د غېبو نه به را ته تائيد او مدد حاصلېږي۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې اِرشاد فرمائي:
وَ اَنْتُمُ الْاَعْلَوْنَ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ(۱۳۹) (پارہ:4، سورۀ آل عمران:139)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: که تاسو اِيمان والا يـۍ نو هُم تاسو به غالِب کيږئ۔
يعنې اے مسلمانانو۔۔۔!! اے د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامانو۔۔۔!! غالِب به هم تاسو يـۍ بس شرط يو دے: رښتوني اِيمان والا شئ! پۀ الله پاک باندې کامِل باور لرونکي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami