Share this link via
Personality Websites!
473833
9256
طاعُون نۀ شي کېدے۔ فرمائي: شپه وه، بيماري خطرناک حد ته رسېدلې وه، ډېر درد مې محسوسولو، ما پۀ زړۀ زړۀ کښې دُعا اوکړه: اَللّٰہُمَّ صَدِّقِ الْحَبِیْبَ وَ کَذِّبِ الطَّبِیْبَ اے الله پاکه! د حبيبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتيا کېدل او د طبيب دروغژن کېدل ظاهر کړې۔ لا مې هيله دا دُعا کړې وه چې پۀ غوږ کښې اواز راغلو: مسواک او مرچ۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مرچ مې وټکول او د هغې سره مې مسواک اوکړو، الله پاک شِفا راعطا کړه۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره کمال دے۔۔۔!! يو طرف ته د هغوئي کامِل اِيمان دے چې د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ فرمان باندې کامِل يقين لري، د ډاکټر د تشخيص نه اِنکار کوي، بل طرف ته د الله پاک خاص تائيد او مدد ته وګورئ چې پۀ غائبانه توګه هغوئي ته عِلاج وښودلے شو او د هغوئي شِفا نصيب شوه۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ وړومبي ځل د خپل مور او پلار سره د حج د پاره روان وو، هٰغه وخت د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عمر مبارک 22 کاله او يو څو مياشتې وو، دا سفر د سمندري جاز پۀ ذريعه وو، پۀ واپسۍ کښې پۀ سمندر کښې د درېو ورځو پورې سخت طوفان وو، دومره سخت طوفان وو چې خلقو د بچ کېدو طمع پرېښودې وه او کفنونه يـې اغوستي وو۔ سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: هٰغه وخت د مور بې بې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami