Share this link via
Personality Websites!
473832
9256
د ستورو جوړولو والا پۀ قُدرت نظر لري، ورسره د الله پاک خاص تائيد او مدد ته وګورئ چې دلته د هغوئي د خُلې مبارکې نه ووتل، هلته باران شروع شو۔
اے الله! طبيب دروغژن او حبيب رښتيا کړې
يو ځل داسې وشو چې پۀ هندوستان کښې د طاعون وبا راغله، دا ډېره خطرناکه او مهلکه بيماري وي، پۀ دې کښې اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم بيمار شو، سخته تبه يـې وه، د غوږونو نه شاته غوټې او ووريۍ يـې وپړڅېدلې، خبرې او خوراک څښاک کول ورته ګران شو۔ طبيب راوغوښتے شو، پۀ هغۀ باندې معائينه اوکړے شوه، د ښه کره کتنې نه پس يـې 7، 8 کرته ووئيل: دا هم هٰغه دے، دا هم هٰغه دے، يعنې طاعون مرض دے۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما خو خبرې نۀ شوې کولے، البته! د زړۀ نه مې پوخ يقين لرلو چې نۀ زما طاعون دے او نۀ به چرې شي۔
دا يقين د هغوئي ولې وو؟ ځکه چې پۀ حديثِ پاک کښې دُعا ښودلے شوې ده او د حُضُور اَکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد مبارک دے چې کوم بنده څوک پۀ مصيبت کښې وويني او دا دُعا ولولي، د هٰغه مصيبت نه به محفوظ وي، هٰغه دُعا دا ده:
اَلْحَمْدُ للہِ الَّذِیْ عَافَانِیْ مِمَّا ابْتَلَاکَ بِہٖ وَفَضَّلَنِیْ عَلٰی کَثِیْرٍ مِمَّنْ خَلَقَ تَفْضِیْلًا
ترجمه: د الله پاک شُکر دے،چا چې ما ته د دې مصيبت نه عافيت راکړو، پۀ کوم کښې چې يـې تۀ اخته کړې او ما ته يـې پۀ خپل ډېر مخلوق باندې فضيلت راکړو۔
اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما د طاعُون والا مريض پۀ ليدو هٰغه دُعا لوستلې وه، ځکه زما د خپل خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ فرمان باندې پوره يقين وو چې زما چرې هم
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami