Share this link via
Personality Websites!
473708
9251
خو د الله پاک پۀ رحمت سره پۀ هغوئي باندې کرم وشو، چې اودۀ شو نو بخت يـې رابېدار شو، حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قِسمت ښه کولو د پاره پۀ خوب کښې تشريف راوړلو، د هغوئي سره يو بل بزرګ هم موجود وو، داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بابا غُلام فريد مسئله هٰغه بزرګ ته وسپارله۔ چې سترګې يـې وغړېدلې نو خوشحاله وو، د خود کشۍ خرابه اِراده يـې هم پرېښوده خو بيا پۀ سوچ کښې شو چې هٰغه بزرګ څوک وو؟ د هغوئي سره به څنګه مېلاؤېږم؟ يو ځل د يو دوست سره ناست وو او خبرې يـې کولې، دوست ووئيل: که د زړۀ مُراد غواړې نو د پير مهر علي شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې حاضر شۀ!
فرمائي: زما نور څۀ پکار وو؟ د زړۀ مُراد۔۔۔!! دې د پاره زۀ ګولړه شريف ته هم حاضر شوم، څنګه چې ورسېدم نو څۀ ګورم چې هم هٰغه بزرګ کوم چې داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خوب کښې راښودلے وو، پير مهر علي شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم هغه دے، ما فوراً د هغوئي پۀ لاس باندې بېعت اوکړو او د هغوئي پۀ غلامۍ کښې پاتې شوم او د باطِن پۀ صفايۍ کښې مصروف شوم۔ ([1])
آپ محتاجوں کے والی درد مندوں کی دواء بیکسوں کے آپ وارث اے ولی، شانِ خدا
مشکلیں حل ہوتی ہیں دربارِ عالی سے سدا جاری دریا ہے سخاوت کا تری شہنشاہ
گنج بخش فیضِ عالم مظہر نورِ خدا
ناقصاں را پیرِ کامِل کاملاں را رہنما
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami