Share this link via
Personality Websites!
473707
9251
اوليائے کرام پۀ خپلو خپلو مزارونو کښې ژوندي دي، د هغوئي رُوحونه مختلف کارونه کوي، پۀ هغې کښې يو کار د خپلو عقيدت مندو مدد کول هم دي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم کامِل وَلِيِّ وو * سَيِّد هم وو * ډېر لوئي عالِم فاضل هم وو * د ولايت اوچتې مرتبې ته هم رسېدلے وو * هغوئي هم پۀ خپل مزار مبارک کښې ژوندي دي * که غواړي نو خپلو عاشقانو ته ديدار هم ورکوي او * د الله پاک پۀ عطا سره د هغۀ پۀ ورکړے شوي طاقت سره د خپلو عاشقانو مشکلات هم اسانوي۔
د داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فېضان پۀ ټولو ښارونو کښې
حضرت مُجَدِّد اَلف ثاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زما پۀ نزد لاهور ښار د بَرِّ صغير پۀ ټولو ښارونو کښې قُطب دے، د دې ښار خېر او بَرَکت د برِّ صغير پۀ ټولو ښارونو کښې خور دے۔ ([1])
بابا غُلام فريد بټالوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو بزرګ تېر شوے دے، لږه زمانه يـې کيږي، دومره مخکښينے نۀ دے۔ د هغوئي پۀ زړۀ کښې يو خواهش وو چې پۀ څۀ طريقه يـې د الله پاک قُرب نصيب شي، د باطِن صفائي يـې وشي او د زړۀ دروازې يـې برسېره شي۔ د دې خواهش د پاره به يـې عبادتونه کول، رياضتونه کول، د بزرګانو پۀ خدمت کښې به حاضرېدلو خو څۀ چې يـې مقصد وو هغه حاصل نۀ شو، ډېر مايوسه شو، دومره مايوسه شو چې د خود کشۍ کولو ذِهن يـې جوړ کړو، دې مقصد د پاره يـې زهر هم واخستل۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami