Share this link via
Personality Websites!
473706
9251
وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سلام جواب ورکړو۔ حالانکې د سلام کولو والا څوک هم نۀ وو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چا له جواب ورکړو؟ د دې پۀ وضاحت کولو يـې وفرمائيل: اے اسماء! دا جعفر دے کوم چې د حضرت جبرائيل او ميکائيل علَيهِما السَّلام سره روان وو، هغوئي ما ته سلام اوکړو او جعفر ما ته ووئيل چې پۀ جنګ کښې زما وجود 73 ځائے زخمي شوے وو، ما اِسلامي جنډه پۀ ښي لاس کښې ونيوله، زما هٰغه لاس کټ کړے شو، بيا ما اِسلامي جنډه پۀ ګڅ لاس کښې ونيوله، زما هٰغه لاس هم کټ کړے شو، الله پاک د هٰغه لاسونو پۀ ځائے ما ته 2 وَزَرې راعطا کړې دي، د کومو پۀ ذريعه چې زۀ د فرښتو سره الوځم او چرته چې غواړم، کوزېږم۔ ([1])
اِمامِ حاکِم پۀ مستدرک کښې روايت کړے دے، سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: يوه شپه ما جعفر وليدو، د هغۀ دوه وزرې وې او هغه د فرښتو د يوې ډَلې سره الوتلو۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د الله پاک نېکان بندګان، اوليائے کرام چې کله د دې دُنيا نه رخصت شي، د هغوئي رُوحونه د وجودونو نه جُدا شي نو داسې نۀ وي چې مَعَاذَ الله! هغوئي مړۀ شي او فَنَا شي، نا۔۔۔!! نا۔ بلکې هغوئي ژوندي دي، هغوئي ته مختلفې ذمه وارۍ سپارلے کيږي۔
د داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فېض
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د قرآنِ پاک او د حديثونو نه دا خبره ثابته ده چې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami