Share this link via
Personality Websites!
473705
9251
فَالسّٰبِقٰتِ سَبْقًاۙ(۴) فَالْمُدَبِّرٰتِ اَمْرًاۘ(۵) (پارہ:30، سورۀ النٰزعٰت:4 و5)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا (قَسَم دے...!!) د مخکښې وړاندې کېدونکو۔ بيا د کائنات د نظام چلوونکو (اے کافرانو پۀ تاسو به قيامت ضرور راځي)۔
پاک رُوحونه د فرښتو سره مېلاؤېږي
پۀ قرآنِ کريم کښې پۀ نورو ځايونو کښې هم د دې خبرې بيان موجود دے، د اوليائے کرامو پاک رُوحونه چې کله د هغوئي د وجودونو نه جُدا کيږي نو هغوئي ته وئيلے کيږي:
فَادْخُلِیْ فِیْ عِبٰدِیْۙ(۲۹) وَ ادْخُلِیْ جَنَّتِیْ۠(۳۰)(پارہ:30، سورۀ فجر:29 و 30)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا زما خاصو بندګانو کښې داخل شۀ۔ او زما جَنَّت ته داخِل شۀ۔
شاه وَلِيُّ الله محدثِ دِهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې نه معلومه شوه چې د وَلِيُّ الله پاک رُوح ته د فرښتو سره د شاملېدو حق ورکړے کيږي۔ ([1])
حضرت جعفر طيار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته دوه وَزَرې عطا کړے شوې
حضرت جعفر طيار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابۍ رسول دے، هغوئي پۀ جنګِ موته کښې شهيد شو، صحابۍ رسول حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: يوه ورځ سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما وو، نزدې ورسره (د حضرت جعفر طيار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کونډه ښځه) حضرت اَسمَاء بنتِ عُمَيس رَضِىَ اللهُ عَـنْها هم حاضره وه، ناڅاپه سرکارِ عالي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami