Share this link via
Personality Websites!
473703
9251
کامِل ولي دے او د هغوئي د فېض درياب نن هم جاري دے۔
مونږ پۀ شروع کښې د 30 سيپارې، د سُورۀ نَازِعَات د 2 آيتونو د اورېدو سعادت حاصل کړو، راځئ چې وړومبے د دې آيتونو وضاحت واورو، بيا د دې آيتونو پۀ رڼا کښې د داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فېض ذِکر اورو۔
الله پاک فرمائي:
فَالسّٰبِقٰتِ سَبْقًاۙ(۴) فَالْمُدَبِّرٰتِ اَمْرًاۘ(۵) (پارہ:30، النٰزعٰت:4 و5)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا (قَسَم دے...!!) د مخکښې وړاندې کېدونکو۔ بيا د کائنات د نظام چلوونکو (اے کافرانو پۀ تاسو به قيامت ضرور راځي)۔
پۀ دې ځائے کښې پۀ اصل کښې 5 صفتونه دي، د کومو چې الله پاک قَسم اِرشاد فرمائيلے دے، پۀ هغې کښې دوه صفتونه مونږه واورېدل، فرمائي: د مخکښې وړاندې کېدونکو قَسم! او د کائنات د نظام چلوونکو قَسم۔۔۔!!
دلته يوه خبره ياده ساتئ چې د ټول کائنات نظام الله پاک چلوي، د هغۀ شان دا دے چې پۀ کُن فرمائيلو پۀ زرګونو جهانونه پېدا کولے شي، هغه د چا محتاج نۀ دے، ټول د هغۀ محتاج دي خو الله پاک پۀ خپل يو قانون سره دا نظام جوړ کړو چې چا ته د دې کائنات د نظام د خيال ساتلو ذِمه وارۍ عطا کوي۔ لکه فرښتو ته مختلفې ذِمه وارۍ ورکړے شوې دي * يوه فرښته پۀ باران ورولو باندې مقرره ده * يوه فرښته پۀ رُوح اخستو باندې مقرره
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami