Share this link via
Personality Websites!
473701
9251
قَالَ اللہُ تَبَارَکَ وَ تَعَالٰی فِی الْقُرْآنِ الْکَرِیْم (اللہ پاک پۀ قرآنِ کریم کښې فرمائي):
فَالسّٰبِقٰتِ سَبْقًاۙ(۴) فَالْمُدَبِّرٰتِ اَمْرًاۘ(۵) (پارہ: 30، النٰزعٰت: 4 و 5)
صَدَقَ اللہُ الْعَظِیْم وَ صَدَقَ رَسُوْلُہُ النَّبِیُّ الْکَرِیْم صلّی اللہ ُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا (قَسَم دے...!!) د مخکښې وړاندې کېدونکو۔ بيا د کائنات د نظام چلوونکو (اے کافرانو پۀ تاسو به قيامت ضرور راځي)۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د حضرت دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مختصر تعارف
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د صَفَرُ المُظفر مبارکه مياشت ده۔ پۀ 20 صَفَرُ المُظفر د عالَمِ اِسلام د مشهورې او معروفې هستۍ د تاجدار لاهور ، د حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرس مبارک وي۔
* دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ څۀ کم يا زيات 400 هجرۍ کښې دې دنيا ته تشريف راوړلو * د هغوئي نوم مبارک: علِي او د والِد صاحب نوم يـې: عثمان دے * دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د افغانستان د علاقې غَزني اوسېدونکے دے: د غَزني يوه محله ده: هجوير۔ دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ دغه محله کښې اوسېدو، پۀ دې نسبت سره ورته هجويري ووئيلے شو * هغوئي نَجِیْبُ الطَّرَفَیْن يعني حَسني، حُسيني سَيَّد دے * د شروع نه ډېر نېک، عبادت ګزار او د عِلمِ دېن ډير شوق لرونکے وو * دَاتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عِلمِ دِين زده کولو د پاره د عراق،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami