Share this link via
Personality Websites!
473717
9251
کريم نه هم ثابته ده۔ پۀ شپاړسمه سيپارۀ، سورۀ مريم کښې د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د مور بې بې حضرت مريم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها واقعه ذِکر شوه، کله چې حضرت مريم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها تنهايۍ ته تشريف يوړلو نو هلته يـې د يو نُوراني شکل والا ځوان وليدو، هغه ډېره حياداره وه، پۀ خپله کمره کښې چې يـې داسې ځوان وليدو نو وه يـې وئيل:
اِنِّیْۤ اَعُوْذُ بِالرَّحْمٰنِ مِنْكَ(پارہ:16، سورۀ مریم:18)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زۀ ستا نه د رحمان پناه غواړم۔
هٰغه ځوان څوک اِنسان نۀ وو بلکې پۀ اِنساني شکل کښې حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام وو، هغوئي وفرمائيل:
قَالَ اِنَّمَاۤ اَنَا رَسُوْلُ رَبِّكِ ﳓ لِاَهَبَ لَكِ غُلٰمًا زَكِیًّا(۱۹)(پارہ:16، سورۀ مریم:19)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زۀ خو ستا د رَبّ د طرفه رالېږلے شوے يم د پاره د دې چې زۀ تا ته يو پاکيزه ځوي درکړم
يعنې اے مريم! مۀ وېرېږۀ! زۀ د الله پاک رالېږلے شوې فرښته يم، تاسو له د ځوي درکولو د پاره راغلے يم۔
سُبْحٰنَ اللہ! دا صفا لفظ داتا والا دې، يعنې حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام کوم چې يقيناً غېرُ الله دے، د الله پاک پۀ عطا سره، د الله پاک د طرف نه حضرت مريم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها ته د ځوي ورکولو د پاره راغلے وو۔ معلومه شوه چې غېرُ الله ته داتا وئيل هم صحيح دي او داتا منل هم صحيح دي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami