Share this link via
Personality Websites!
473713
9251
هغۀ يوه پوښتنه اوکړه، وه يـې وئيل: تاسو مسلمانان د جومات پۀ ديوالونو باندې يو شِعر ليکۍ:
چراغ و مسجد و محراب و منبر ابوبکر و عمر، عثمان و حیدر
وضاحت: يعنې ابو بکرصِدِّيق، عمر فاروق، عثمانِ غني، علي المُرتضیٰ (د اِسلام څلور واړه خلفا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم) د شمعې پۀ شان رڼا تقسيموونکي، د جومات پۀ شان د عزت او شان والا او د محراب او منبر حقيقي وارثان دي۔
غېر مسلمه پوښتنه اوکړه: تاسو د جومات پۀ دېوال باندې دا شعر ولې ليکئ؟ خواجه قَمرُ الدِّين سيالوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: دې د پاره چې کله هم يو کَس جومات ته راشي نو هغۀ ته پته ولګي چې دا جومات عاشقانِ رسول، عاشقانِ اهلِ بيت او د عاشقانِ صحابه جوړ کړے دے۔ پۀ دې جواب اورېدو هٰغه غېر مسلمه ووئيل: تاسو مسلمانان يـۍ، حضرت مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) خپل نبي منۍ، تاسو له خو پکار دي چې صرف د هغوئي تعريفونه کوئ، تاسو له پکار دي چې رڼا تقسموونکې شمع، د جومات پۀ شان د شان او عزت، د محراب او منبر حقيقي مالِک صرف مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) منۍ خو تاسو دا شانونه د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ځائے د نورو د پاره منۍ، لهذا تاسو دا شانونه د صحابؤ د پاره پۀ منلو د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ شان کښې کمے کوئ، حالانکې هغه ستاسو نبي دے۔
خواجه قَمرُ الدِّين سيالوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې اعتراض ډېر جوابونه ورکړل خو هغه داسې ضِدي وو چې منلو ته يـې هډو تيار نۀ وو (بيا ظاهره ده چې هلته نور خلق هم موجود وو، که هٰغه غېر مسلمه نۀ وے مطمئين کړے شوے نو د نورو پۀ زړونو کښې وسوسه راتلے شوه) نو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami