Share this link via
Personality Websites!
473712
9251
پۀ رُوحاني توجه باندې د مسئلو حل
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه آيت مبارک واورېدو، الله پاک فرمائي:
فَالْمُدَبِّرٰتِ اَمْرًاۘ(۵)(پارہ:30، سورۀ النٰزعٰت: 5)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا د کائنات د نظام چلوونکو (قَسم۔۔۔!!)۔
د دې لاندې اِمام فخر الدِّين رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بعضې وخت د اوليائے کرامو پاک رُوحونه پۀ خوب کښې تشريف راوړي يا داسې پۀ خپله رُوحاني توجه سره زمونږ د مشکلاتو حل هم مونږ ته ښائي۔ ([1]) اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د خپلو عاشقانو داسې مدد کوي۔
داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه روحاني مدد اوکړو۔۔۔!
حُضُور خواجه قَمرُ الدِّين سِيَالوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خوږ وطن پاکستان مشهوره او معروفه هستي ده، يو ځل هغوئي د داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دربار سره نزدې جومات کښې ناست وو، ورسره د هغوئي ډېر مُريدان او محبت کوونکي هم حاضر وو، پۀ دې کښې يو غېر مسلمه هلته راغلو، خلقو خواجه قَمرُ الدِّين سيالوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته ووئيل چې حُضُور! دا د غېر مسلمو د ټولو نه لوئي عالِم دے، د عاشقانِ رسول علمائے کرامو سره بر ناحقه بحث کوي او ډېر يـې تنګوي۔
پۀ اصل کښې دا کَس د خواجه قمر الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تنګولو پۀ نيت راغلے وو، نو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami