Share this link via
Personality Websites!
473709
9251
د لاهور ديو صاحب بيان دے، وائي چې يو ځل زۀ د خپل يو دوست سره د داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سلام د پاره روان ووم، پۀ لار کښې مې د لوهاري ګېټ سره يو کَس وليدو، هغۀ رانجۀ خرڅول، زما دوست د هٰغه بوډا بابا طرف ته اِشاره اوکړه او وه يـې وئيل: دا کَس د داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ژوندے کرامت دے۔ ما پۀ حېرانتيا سره پوښتنه اوکړه: هغه څنګه؟ وه يـې وئيل: راځه چې د هغۀ نه يـې پخپله واورو: مونږه دواړه د هغۀ خوا له لاړو، د هغۀ نه مو د واقعې پوښتنه اوکړه، نو هغۀ ووئيل: 25 يا 30 کاله مخکښېنۍ خبره ده، زۀ معذوره ووم، زۀ نۀ شوم تللے خو زما عادت وو چې د جُمعې نـمونځ به مې د داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مزار شريف سره پۀ جومات کښې ادا کولو، زما ځامنو به زۀ بوتلم هم، واپس به يـې هم راوستم، يوه ورځ د جُمعې د نـمونځ کولو د پاره پۀ جومات کښې حاضر ووم، اِقامت کېدو، ما وکتل چې د يو نُوراني مخ والا بزرګ زما پۀ خوا کښې ولاړ دے، هغوئي ووئيل: تۀ ولې نۀ ودرېږې؟ ما ووئيل: زۀ خو معذوره يم، پۀ ښپو معذوره يم۔ هٰغه بزرګ زما مَټ کلک ونيولو او وه يـې فرمائيل: راپاڅه۔۔۔!! تۀ بالکل ټيک ټاک يـې۔ هغوئي چې څنګه زۀ راپاڅولم نو زۀ ودرېدم، لکه چې زما ښپې چرې هډو بيمارې نۀ وې۔ د نـمونځ نه پس ما هٰغه بزرګ ډېر ولټولو خو هغه مې پېدا نۀ کړو۔ ([1])
میں ہوں عصیاں کا مریض اور تم طبیبِ عاصِیَاں ہو عطا مجھ کو گناہوں کی دوا داتا پیا!!([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami