Share this link via
Personality Websites!
د اوبو نه بجلي جوړوي * کوم چې موبائل، ګړۍ، سپيس کرافټ او پته نۀ لګي چې د څۀ څۀ جوړولو صلاحيت لري، چې هٰغه اِنسان هم پخپله نشي پېدا کېدے نو ووايئ چې دا غرونه، دا هواګانې، دا ستوري، دا زمکه، دا اسمان، دا هر څۀ پخپله څنګه پېدا کېدے شي؟ نشي پېدا کېدے۔ کله چې يو څيز پخپله نشي کېدے نو يقيناً د دې ټول کائنات جوړوونکے خو څوک شته ۔ څوک چې دے، هُم هغه خُدائے دے۔
الله پاک نور فرمائي:
اَمْ هُمُ الْخٰلِقُوْنَؕ(۳۵) (پارہ:27، سورۂ طور:35)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: يا هغوئي پخپله (خپل) خالِق دي؟
دا د يوې بلې زاويې نه سوال دے، فرمائي: آيا خلقو هُم پخپله ځان جوړ کړے دے؟ مثلاً: زۀ يو ژوندے جاړ اِنسان ستاسو مخې ته موجود يم، کله چې زۀ نۀ ووم، لا پېدا شوے هم نۀ ووم نو آيا داسې وشول چې هٰغه وخت کله چې زۀ ووم هم نۀ نو ما پخپله خپل ځان پېدا کړو۔۔۔؟ نا! دا خو بالکل د لېونو خبره ده۔ چې کله زۀ ووم هم نۀ نو پخپله خپل ځان زۀ څنګه جوړولے شم۔ معلومه شوه چې څوک نۀ وي، هغه پخپله خپل ځان نشي جوړولے۔ چې سائنس هم مني چې دا دُنيا مخکښې نۀ وه، وروستو پېدا شوې ده نو سوچ اوکړئ چې که يو ژوندے جاړ، عقل او شعور لرونکے اِنسان هم خپل ځان پخپله نشي پېدا کولے نو دې کائنات پخپله خپل ځان څنګه جوړ کړو؟ لهذا دا خبره به منل وي چې څوک خو شته، کوم چې دا کائنات پېدا کړے دے۔ چا چې دا کائنات جوړ کړے دے، هُم هغه خُدائے دے۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami